
ایکنانیووز د الجزیرې له قوله راپور راکړ، له ورکشاپونو او کتابتونونو لیرې، د ترمیم یوه بېلګه کیسه پیل شوې ده؛ د داسې سړي کیسه چې د جګړې له امله د ویجادړو شویو جوماتونو او کورونو په کنډوالو کې پاتې قرآنونه بېرته رغوي.
جبر د ساده وسایلو او له برېښناپرته هره ورځ اوږده ساعتونه تېروي، څو پاڼې سره ونښلوي او هغه قرآنونه بېرته صحافي کړي چې ژغورل کېدالی شي. هغه هڅه کوي په غزې تړانګې کې د سلګونو جوماتونو له ویجاړېدو وروسته د قرآن کریم د نسخو ډير کمښت جبران کړي. په یوه کوچنئ کوټې کې چې په سختۍ سره ئې د لمر له تودوخې ساتي، د هغه کار یوه دنده ګرځېدلې او هڅه ئې د مقاومت یوه بڼه اخلي.
جبر له الجزیره خبری چینل سره په یوې مرکې کې وايي چې خلک خپل زیانمن شوي قرآنونه ورته راوړي، او هغه له محدودو امکاناتو او د موادو له کمښت سره سره هڅه کوي چې بېرته ئې ورغوي.
هغه هره ورځ پنځه تر شپږو پورې قرآنونه ترمیموي؛ دا شمېر که څه هم کم ښکاري، خو د کلابندئ او ویجاړۍ په داسې حالت کې ډېر ارزښت لري.
دا سړی چې نږدې ۳۰ کاله ئې د کتابونو په ترمیم کې تېر کړي، د جګړې مخکې به په یوه ګڼ بازار کې په خپل دوکان کې د ښه وسایلو او ثابتو شرایطو لاندې کار کاوه، خو جګړې هر څه بدل کړل.
هغه له یو مجهز ورکشاپ څخه د سړک پر غاړه پرانیستي ځای ته راغی؛ له مسلکي کاره ئې یو داسې شخصي نوښت ته مخه کړې چې د کلک هوډ له مخې پر مخ ځي.
https://iqna.ir/fa/news/4349701